امنیت

جمهوررئیس کرزي د کندهار په ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې د ملکي وګړو وژنه، په کلکه وغندله

کابل_باختر د ليندي دمياشتې ١٤مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د کندهار ولایت د پنجوایي په ولسوالۍ کې هغه ماین ایښودنه په کلکه وغندله چې له امله یې څلورتنه ملکي وګړي شهیدان شول.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د کندهار د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، پرون غرمه د دغه ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د تلکان په سیمه کې یو موټرسایکل په هغه ماین وخوت چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا په سړک کې ځای پرځای شوی و.
د دغه ماین د چاودنې له امله یوه مېرمن، د هغې خاوند او دوه واړه زامن یې چې ټول پر همدغه موټرسایکل سپاره و، شهیدان شول.
حامدکرزي په عامو لاروکې د ماینونو ایښودل او د افغانستان د بې ګناه ولس تر بریدونو لاندې راوستل د هغو مزدورانو کار وباله چې پردیو ته په خدمت کې د دې خاورې د مېندو او ماشومانو د وژل کېدو باعث کیږي او  په هېواد کې د افغان وژنې لړۍ ته دوام ورکوي.
د هېواد جمهوررئیس د دغې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای(ج) له دربارڅخه ورته د جمیل صبرهیله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته