کابل باختر د چنګاښ ١٢ :
درې زره دوه سوه پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي په ننګرهار ولايت کې دملي امنيت دځواکونولاسته ورغلي او يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزادشو.
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دجلال اباد ښار دمخابراتو دچوک په مربوطاتوکې د اوپراتيفي عملياتو په بهيرکې په سپينو ، سرو او شنو رنګونو درې زره دوه سوه پنځوس کيلوګرامه امونيم نايتريت ډوله چاوديدونکي توکي چې دځانمرګو واسکټونو اوماينونو په جوړولوکې کارول کيږي ، د تومانچې او پيکايوه اندازه ګولۍ چې د تروريستي ډلوله خواپه ٤٥٨٨ لمبرپليټ لرونکى مازدا موټرکې پټ کړاى شوي و؛ کشف او ترلاسه کړي دي.
ددغوچاوديدونکو توکواوګوليوپه ترلاسه کولوسره دننګرهارولايت په مربوطاتوکې د څو زړه بوږنونکو تروريستي پيښو مخه ونيول شوه اوپه دې اړوند درې تنه ونيول شول.
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست موظفينو د ننګرهار ولايت د سره رود د ولسوالۍ په مربوطاتوکې په خپل وخت د يو اقدام په ترڅ کې يوتښتول شوى سړى دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره او کورنۍ ته يې وسپاره.
ددغې پيښې په اړوند يوتن نيول شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل