نړۍ

د عراق په چاودنو او ډزو کې نولس تنه ووژل شول .

بغداد  وي  او  اي   باختر دتلې دمياشتې ٢٧
په بغداد کې پرون د خوراکي توکو پلورنې يوې مغازې ته څيرمه د يو موټر بم دچاودنې له امله  دولس تنه ووژل شول .
په  نوروبريدونو کې اووه تنه  ووژل شول او  شمير نور کسان چې تراوسه  پورې داکتوبر ترمياشتې پورې وژل شوي دي له څلور سوه شلو تنو څخه زيات شوى دى .
دفرانسې خبري آژانس دعراق د کورنيو چارو وزارت دويندوى له خولې خبر ورکړ چې دبغداد په ختيځ کې دبم دچاودنې په پيښه کې دوه ديرش تنه  هم ټپيان شوي دي .
دموصل ښار په لويديځ  سينجار کې وسله والو کسانو يوه مور له  درې زامنو سره يې د دوې په کورکې ووژل  چې ټول يې  ديزدي  مذهبه  فرقې غړي وو.
په بعقوبه کې هم يو کورته څيرمه بم  وچاوديد چې ديوې کورنۍ دوه تنه غړي  ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
په همدې حال کې وسله والو کسانود پلټنې په يوه پوسته کې د بريد له امله دالقاعده ضد يو جنګيالى  وواژه او يو  تن  بل يې ټپي  کړ .
ديادونې وړ ده چې دپنجشنبې په ورځ د موټر بمونو په چاودونو او په ټول عراق کې دځانمرګي بريدونو له امله  اووه اويا تنه ووژل شول او څه  د پاسه دوه  سوه تنه ټپيان شول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته