کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
په غزني ښار کې نن له غرمې مخکې ددريو توغنديو دلګيدو له امله اووه تنه ټپيان شول .
دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل چې دغه توغندي دغزني ولايت دودانۍ په انګړ ، دپوهنې په رياست او په ښاروالۍ لګيدلي دي چې له امله يې دغزني ولايت دپوهنې رياست او دښاروالۍ پنځه تنه کارکوونکي او دوه تنه سرتيري ټپيان شول .
دغه توغندي په داسې حال کې په غزني ښار وتوغول شول چې دغزني ولايت دودانۍ په دننه کې دملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي ، دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين مرستيال او دملي امنيت او دسيمه ئيزو ارګانونو درياستونو مرستيالانو ددغه ولايت له مسوولانو سره په يوه غونډه کې دغزني ولايت امنيتي حالات څيړل .
ويل کېږي چې دملي دفاع وزير او ملګرو يې دغزني ولايت له مقاماتو سره له کتنې وروسته ددغه ولايت دجاغوريو ولسوالۍ ته سفر وکړ .
ختم- عطاالله _ اکرم