ټولنه

ورزشکاران د ښار پاکولو ته لاړل

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٥
د هيواد د فوټبال د فدراسيون د مشرتابه هيئت د داوطلبانه کار په ترسره کولو سره د کابل ښار په پاکولوکې ونډه واخسته .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د هيواد د فوټبال فدراسيون رييس کرام الدين کريم د دغه فدراسيون له مشرتابه هيئت، ورزشکارانو او د افغانستان د غوره ليګ د ټيمونو له ورزشکارانو سره د اشر په ترسره کولو سره د کابل سيند يوه برخه او د ښار يوه برخه پاکه کړه او په دې وسيله يې وښودله چې ورزشکاران د هيواد په بېلابېلو ټولنيزو فعاليتونوکې ونډه اخلي او د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ملاتړکوي او په دې حرکت سره له نور ښاريانو څخه يې وغوښتل چې هغوى هم د ښار په پاکولوکې فعاله ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته