نړيوالې خبري منابع باخترد مرغومي دمياشتې١٣نيټه :
د چین د معلوماتو له مخې یو ستونزمن مانور یي په لومړۍ هڅه کې په بریالۍ توګه تر سره کړی دی. یوه فضایي بیړۍ چې د سپوږمۍ تیارې برخې ته رسیدلې او په پام کې ده چې هلته چاپیریال وارزوي. دا د چین لپاره یو تاریخي بریا ده، له دې سره سره چې چين تازه د هغو هیوادونو له ډلې سره یو ځای شوی دی چې فضایي څیړنې کوي. د چین د دولتي خبري آژانس شینهوا او سي سي ټي وي، تلویزون د معلوماتو له مخې د (چنګ ۴) په نامه فضایي بیړۍ چې د دسمبر میاشتې په اتمه نیټه یي خپله الوتنه پیل کړې وه ، د منځنۍ اروپا په وخت د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ میاشتې پر دریمه نیټه د سهارپه ٣ بجو او ۲۶ دقیقو د سپوږمۍ سویلي قطب ایتکن، کې ښکته شوې ده.
په دې ترتیب چین لومړنی هیواد دی چې فضایي بیړۍ یي د سپوږمۍ بل اړخ ته چې د ځمکې له خوا نه لیدل کیږي، ښکته شوې ده.
په بریالي ډول د چنګ ۴، له ښکته کیدو وروسته اوس په پام کې ده چې یو اتوماتیک روبوت موټر د فضاي بیړۍ د ښکته کیدو د شا او خوا سیمې په هکله څیړنې پیل کړي. له دې امله دغه روبوت د پراخې ساحې د ليدو په یوه کمره او همدا شان د اندازه کولو په بیلا بیلو دستګاوو سمبال دی.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل