امنیت

دوه تنه طالبان په بالامرغاب کې ووژل شول

کابل باختر د ليندي څلورمه
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه دبادغيس ولايت په بالامرغاب کې دپوليسو له ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
په دغه جګړې کې يوتن پوليس هم شهيد شو.
دبالامرغاب ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام رسول باخترآژانس ته وويل: دغه جګړه له هغه وروسته ونښته چې وسله والوطالبانو ددغې ولسوالۍ دتنګي په ساحه  کې دپوليسو په امنيتي پوستې بريد وکړ .
په دې جګړه کې دوه تنه طالبان ووژل شول او څو تنه نور طالبان هم ټپيان شول .
دامنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې: په دې جګړه کې چې يوساعت يې دوام وموند؛ دپوليسو يو تن منسوب هم شهيد شو اوطالبان د زياتو زيانونو په زغملو سره تيښتي ته اړ شول او د دوى يوه اندازه جنګي وسايل دپوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته