ټولنه

په وروستيو درېو مياشتو کې ۱۲ سوه کډوالې کورنۍ لغمان ته راستنې شويدي

کابلباختر دتلېد مياشتې٦
د لغمان ولايت دمهاجرينودراستنولود چارو ریاست وايي په وروستیو درېو میاشتو کې لغمان ولایت ته له پاکستان هېواد څخه شا و خوا دولس سوه کورنۍ راستنې شوي او دا لړۍ لا هم په ګړنديتوب سره روانه ده.
دا مهال دغه راستنې شوې کورنۍ د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو او نورو شا و خوا نېږدې سیمو کې میشتې شوي چې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک باختر اژانس ته وويل لغمان والي عبدالجبار نعیمي په دې برخه کې د لغمان ولايت دمهاجرينودراستنولود چارو ریاست او اړونده کمېسیون ته دنده سپارلې څو په دقت سره ډيرژر دغه کورنۍ چې دې ولایت ته راستنېږي ثبت او راجستر کړي او دوی ته د لومړنیو اسانتياو د برابرولو تر څنګ په دې برخه کې د نړیوالو مرستندویه ادارو مرستې او توجو هم را جلب کړي.
لغمان والي له اړوندو ادارو، له نړیوالو مرستندویه ادارو څخه وغوښتل چې لغمان ته په دې وروستیو کې د کډوالو راستنېدنه چټکه شوې، نو د دوی ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي او د لغمان له ولایتي ادارې سره دې یو ځای ګام په ګام د کډوالو ستونزو ته د رسیده ګۍ او د هغوی سره د اسلامي او انساني همدردۍ له مخې د مرستو په رسولو کې لاس ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته