سیاست

اجرائیه رئیس د یوناما له مشر سره د افغانستان په اړه پر جوړېدونکي کنفرانس خبري وکړې

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خاص استازي تداماچي یاماموتو سره ولیدل.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دغه لیدنه کي د افغانستان په اړه د جوړېدونکي سیمه ییز کنفرانس د جوړېدو او د ګډون کوونکو هیوادونو په اړه خبري وسوې.
د ملګرو ملتونو استازي وویل،‌ چي د سیمي د هیوادونو ترڅنګ د افغانستان نړیوالو متحدینو هم په دې کنفرانس کي د ګډون لپاره علاقه ښوولې، چي دا په خپل ځان کي یو ښه پرمختګ دی.
نوموړي زیاته کړه، چي لا هم د کنفرانس جوړېدو د ځای او دقیقې نېټې په اړه بحثونه نهايي سوي نه دي، ولي هڅه داده چي دا کنفرانس ډېر ژر جوړ سي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې لیدنه کي وویل،‌ چي یاد کنفرانس به د افغانستان د ستونزو په اړه د سیمي او نړۍ هیوادونو د همږغۍ او همکارۍ په جلب کي مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه، چي د کنفرانس لپاره باید داسي ځای او نېټه وټاکل سي چي د سیمي او نړۍ ټول علاقه لرونکي هیوادونه پکښي ګډون وکړای سي.
نوموړي یادونه وکړه چي د افغانستان د جنګ په مخنیوي او د سولي په راتګ کي د سیمي په کچه د همږغۍ ایجاد تر ټولو زیات کمک کوي او په دغه کنفرانس کي باید دا موخه ولټول سي.
د نن ورځي په ناسته کي همداراز د هیواد د سولي او بیا یو ځای کېدني د پروسې په اړه هم خبري وسوې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته