کابل /دمرغومي ٣مه /باختر :
څلوردېرش غير مسوول وسله وال کسان په بغلان کې ددوو وروستيو اوونيو په بهير کې ونيول شول .
دبغلان امنيه قوماندان رييس احمد صميمي نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې دبغلان له تروريزم سره دمبارزې پوليسو او له جنايي جرمونو سره دمبارزې مديريت ٣٤ غير مسوول وسله وال کسان چې ددغه ولايت په کچه په ناامنيو وسله والو غلاو ، زور ځواکۍ او عامه نظم په ګډوډولو کې لاس پورې کول نيولي دي .
هغه زياته کړه چې له دغو افرادو څخه ديرش ميله وسله اويوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي .
ختم_ عطاالله _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ