نړۍ

په سوريه کې دهوايي بريد له امله دوه ويشت تنه ووژل شول.

دمشق – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
دحلب ښار د يرغلګرو  په  سيمو باندې   پرون د سوريي دهوايي اردو دبريد له امله څه ناڅه دوه ويشت  تنه ووژل شول .
د سي  ان  ان    دشبکې دخبرله مخې   :   په   وژل شويو کسانو کې څوارلس  تنه ماشومان دي اوښايي د وژل شويو کسانو شمير زيات شي ځکه ددغه بريد ټپيان
په سختو شرايطو کې  شپې سبا کوي .
دملګرو ملتو دسازمان دتخميني خبرله مخې :    د ٢٠١١ کال  د مارچ په مياشت کې په سوريه دجګړې له پيل څخه څه دپاسه سل  زره تنه وژل شوي او په سلګونو زره تنه ملکي کسان ټپيان شوي دي.
دمرګ ژوبلې په دغو ارقامو سربيره  څه دپاسه دوه مليونه  تنه له  سوريې څخه تښتيدلې دي  او په دغه هيواد کې څه دپاسه څلور مليونه تنه بيځايه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته