نړۍ

دهوا ککړتيا داسيا دښارونو ډير ستر چلنج

نوي ډيلي  باختر د تلي   څلورمه :

  دهوا ککړتيا  دپرمختيايي هيوادونو  ددرې سوه  يو اتيا سترو ښارونو يوډير مهم  چلنج دى او داسيا په جنوب کې  دهندوستان پايتخت  نوى ډيلي ددغو ښارونو په سر کې ځاى لري .

دنړيوال بانک دخبرځايونو دخبر له مخې ،  دښارونو  دوګړو دشمير زياتوالي  په تيره بيا  د موټرو او له  فوسيلي سونډ موادو له امله  رامنځته شوې لوګۍ  ددغو ښارونو  دککړتيا ډير مهم علت بلل کيږي چې  دسرطان  ، زړه او دسالنډي  دناروغيو  سبب کيږي .

  په نوى ډيلي سربيره  دپاکستان دکراچۍ ،  د بنګله ديش د ډاکې او دافغانستان پايتخت کابل ښارونه هم  دپرمختيايي هيوادونو  دشلو ککړو هيوادونو له جملې څخه دي  چې نړيوال بانک يې  يادونه کړې ده .

  دنړيوال بانک له خوا  خپور شوى رپوټ  ددې څرګندوى ده چې  دهند دپايتخت  نوى ډيلي دهوا  دککړتيا کچه  په نړۍ کې  دډير ستر ککړ هيواد په توګه  دنړۍ دروغتيايي سازمان له خوا  له ټاکلي اندازې څخه زيات ککړ بدل شوى دى چې دترسره شويو  څيړنو له مخې  په نوى ډيلي کې  دهوا دککړتيا له امله په ورځ کې اتيا تنه  له منځه ځي  او ددغه شمير دزياتوالي  امکان شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته