نړۍ

عربستان داسلامي هيوادونو ترفشار لاندې دعمرې نوي قوانين لغو کړل.

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٥
دعربستان حکومت داسلامي هيوادونو له اعتراضونو سره له مخامخ کيدو وروسته ،د عمرې نوي قوانين چې دعربستان دوزيرانو شورا چې دعوايدو دپياوړتيا لپاره دماليې ، اقتصاد او دپلان جوړولو دوزارتونو د طرحې په لاره کې وړاندې کړې و ، لغو کړل.
دالجزيرې دخبري شبکې دخبرله مخې : دغه تصميم دبيلابيلو اسلامي هيوادونو دحکومتونو او دمسافرتي ادارو له اعتراض وروسته ونيول شو.
عربستانۍ رسنيو وليکل چې دعربستان باچا سلمان بن عبدالعزيز دبيلابيلو هيوادونو دعمره کوونکو نوي قوانين لغو کړل او د خداى دکور د زيارت کوونکو دمالي لګښت دکمښت لپاره يې پخوانى سيستم عملي کړ.
عربستاني مقاماتو پخوا پټيلې وه چې دنوي هجري لمريز کال له پيل څخه دعمرې دوزيرې بيه ٢٠٠٠ عربستاني ريال زياته کړي خو دالجزاير په ګډون په بيلابيلو هيوادونو کې دمسلمانانو د نارضايتۍ له څپې سره چې کال په کال دمقدسه اماکنو د زيارت لپاره عربستان ته سفر کوي ، مخامخ شول.
مخکې له دې دخبرالجزاير ورځپاڼې ددغه هيواد دمسافرتي او ګرځندوى ادارې داتحاديې ديوه مسوول له خولې وليکل چې دعمرې حج دويزې دعوارضو د زياتوالي لپاره دعربستاني مقاماتو تصميم به د دې سبب شي چې دالجزايرمسافرتي او سياحتي مرکزونه دعمرې موسم تحريم کړي.
توفيق ميدون ټينګار وکړ چې دعمرې دمراسمو دپرځاى کولو لپاره دالجزايري اتباعو هرکلى په سلو کې اويا کمښت موندلى دى او دا کار به دعمرې په نوي موسم کې دنوم ليکنې لپاره دالجزاير دمسافرتي ادارو دنه علاقمندۍ سبب شي.
عربستان دتيلو دبيې له کمښت سره دمقابلې او هم دسيمې په بحرانونو کې دلتاړ کيدو له امله په يو لړ رضايتي اقداماتو لاس پورې کړ چې خپل اقتصاد وژغوري چې ددغو اقداماتو له جملې څخه کولاى شو دغه هيوادته دتګ راتګ دويزې دعوارضو زياتوالي ته اشاره وکړو.
دعربستان دوزيرانو شورا د روان کال د زمري په مياشت کې د ٢٠٠٠ سعودي ريالوته چې پنځه سوه درې ديرش ډالره کيږي دعمرې دويزې په لوړوالي رايه ورکړه چې دا کار مسلمانانو ته د عمرې په سلو کې دپنځه ديرشو لګښتونو د زياتوالي سبب شو.
مخکې له دې الجزاير المغرب او مصر هم دعمرې لپاره دويزې دصادرولو په لاره کې دعربستان د درندو عوارضو په دليل دوحې خاورې ته خپل سفرونه ځنډولي و او دعمرې سفر يې داعتراض په توګه تحريم کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته