سیاست

جمهور رئیس غني د سعودي عربستان له سفیر سره د مخه ‌ښې کتنه وکړه

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په کابل کې د سعودي عربستان سفیر مسفر بن عبدالرحمن آل غاصب ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا، له افغانستان سره په بېلابېلو ډګرونوکې د مرستې او همکاریو د جلبولو په برخه کې د هغه د هڅو د قدردانۍ په موخه د میرمسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ. 
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې نن ماسپښین په ارګ کې ترسره شوه، جمهوررئیس غني له ښاغلي مسفر بن عبدالرحمن آل غاصب څخه وغوښتل چې خادم الحرمین‌الشریفین ته د ده نیکې هیلې ورسوي او همدارنګه یې د وروستیو پېښو په خاطر د افغانستان خلکو او دولت سره د غمشریکۍ له امله ور څخه مننه وکړه. 
د هېواد جمهور رئیس په بېلابېلو برخو کې د سعودي عربستان له مرستو او همکاریو په مننې زیاته کړه، د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ همکارۍ او اړیکې تر هر بل وخت ښې شوې دي. هغه عبدالرحمن آل غاصب ته په راتلوونکو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د سعودي عربستان سفیر له جمهور رئیس غني څخه د ده د کړنو د ستایلو له امله مننه وکړه او په افغانستان کې يې د خپل ماموریت له دورې خوښې وښوده.
هغه وویل، د افغانستان او عربستان اړیکې د پخوا په پرتله لا زیاتې پراخې او ژورې شوې دي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته