فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د هنرستان رياست وکوت

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٣١ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرعبدالباري جهاني نن د هنرستان رياست بېلابېلې  برخې وکتلې او د دغې ادارې د مسوولينو ستونزې واوريدې.
د باختر آژانس د خبرله مخې : 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د هنرستان رياست د انځورګــــرۍ، رسامۍ، خطاطۍ، ميناتورۍ او د دايمي نندارتــونو دهنـــرونو د درسي ټولګيو اوبېلابېلو برخو دکتنې په بهيرکې، د دغې ادارې د مسوولينو يولړ ستونزې هم واوريدې .
د هنرستان رييس محمدهاشم شارق د اړتيا وړ تجهيزاتو او وسايلو د کمښت، د دغه رياست په تشکيل کې د مسلکي بنسټونو د کمښت او دغه راز د دغه بنسټ د ودانۍ د ترميمولو په اړوند يو لړستونزې بيان کړې.
دغه  راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني څرګنده کړه چې هنري برخو ته پاملرنه د دغه وزارت يو کاري لومړيتوب دى او ټينګار يې وکړ چې ددغې ادارې د ستونزو د حل کولو په خاطر به لازم اقدامات  ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته