کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٦ :
د کونړ ولايت د استيناف څارنوالۍ د ودانۍ کار نن بشپړ او ګټې اخيستنې ته
وسپارل شو.
دکونړ ولايت داستيناف څارنوالۍ رئيس محمدموسي اسحق باخترآژانس ته وويل : دغه ودانۍ دنيم جريب ځمکې په ساحه کې دنړيوال بانک له بودجې څخه دشپږسوه اتلس زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې : دغه ودانۍ په دريو پوړونو کې جوړه شوى چې دکاري دفترونو دکنفرانس خونه ، پخلنځي په ګډون څلرويشت خونې او نور ضروري ملحقات لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ