امنیت

دکورنيو چارو وزير او دکابل دولايتي شورا غړو دپايتخت امنيتي مسله وڅيړله.

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
دکورنيو چارو وزير پرون دکابل دولايتي شورا له رييس او غړو سره په کتنه کې د پايتخت امنيتي مسلې وڅيړلې.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:دکورنيو چارو وزير ستر پاسوال تاج محمد جاهد په دې کتنه کې دامنيت په تامينولو کې دخلکو دهمکارۍ رول مهم وباله او ويې ويل چې دملي پوليسو ځواکونه دهېواد له نورو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ کې دامنيت دتامينولو په لاره کې هلې ځلې کوي او له دغو ځواکونو سره دخلکو همکاري کولاى شي دامنيتي ځواکونو کړه وړه او د اغيزمنتوب کچه لوړه کړي او خلکوته د ډاډمن ژوندانه زمينه برابره کړي.
دکابل دولايتي شورا رييس او غړو دملي پوليسو له ځواکونو سره دملاتړ د اعلامولو په ترڅ کې دپايتخت امنيت دلا ښه والي په څرنګوالي سره دامنيت دتامينولو په برخه کې دپوليسو او خلکو ترمنځ د اړيکو دپراختيا غوښتنه وکړه.
دکورنيو چارو وزير دامنيت دښه والي په لاره کې  دولايتي شورا وړانديزونه او نظريې مهمې وبللې او ټينګاريې وکړ چې دکورنيو چارو وزارت مشرتوب هلې ځلې کوي چې په ټولو امنيتي پروګرامونوکې دخلکو نظريې او غوښتنې له ځان سره ولري او دپوليسو او خلکو ترمنځ داړيکو دپراختيا په برخه کې هم خپلې هلې ځلې زياتې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته