کابل / د کب لومړۍ / باختر
د کومانډو ځواکونو تېره شپه په کندز کې د وسله والو طالبانو مالي مسوول له ٧ نورو شکمنو کسانو سره ونيو.
د ٢١٧ پامير قول اردو د رسنيو دفترمسوول هادي جمال باخترآژانس ته وويل: د کندز لپاره د وسله والو طالبانو مالي مسوول حاجي سيدرحمان د کندز په مرکز کټه خېلو کلي کې د کوماندو د ځانګړې قطعې منسوبینو په عملياتو کې ونيول شو.
هغه زياته کړه: په عملياتو کې دوه طالبان ټپيان شول او ٧ شکمن کسان ونيول شول او د دښمن ٨ موټرسايکلونه ويجاړ او١٠ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډ شول.
پاى \ ذ