امنیت

يوشمير افغان ځوانان په ايران کې ونيول شول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٨  :
دايران دکورنيو چارو وزارت  ديوشمير افغان ځوانانو دنيولو خبرورکړى دى       چې ويل کيږي دوى غوښتل   چې دعراق اوسوريې په  جګړه کې ګډون وکړي.
باخترآژانس  دنړيوالو رسنيو له خولې خبر راکړ  :  چې دايران دکورنيو  چارو وزير عبدالرضا رحماني  دغه خبر تائيد کړى دى .
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي  دغه ادعا په داسې  وخت کې طرحه کيږي  چې په ايران تور لګول شوى دى  چې افغان او پاکستاني ځوانان دسوريې او عراق دنظام  دمخالفينو پرضد  جګړې ته استوي.
تراوسه پورې  دافغانستان  مقاماتو په دې   باب نظر نه   دى څرګند    کړى  خو    بي بي سي  خبر ورکړى دى  چې دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت  تائيد کړې ده  چې دغه شمير افغان ځوانانو دغو هېوادونو ته تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته