سیاست

مطبوعاتي اعلاميه

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٢ نيټه :             
د تذکرې په کاپي کې دنوم ليکنې دتصديق دنښلولو  او دهېواد  د ولايتونو په مرکزونو کې د  راي ورکوونکو د  نوم ليکنې  د  تمديد په   اړوند مطبوعاتي اعلاميه :
دانتخاباتو خپلواک  کميسيون تل هلې ځلې کړي دي چې دهېواد په ګوټ  ګوټ کې دراي ورکوونکو دنوم ليکنې  په برخه کې  ګرانو هېوادوالو ته لازمې آسانتياوې برابرې کړي چې خلک  دخپل  دراي ورکولو له  حق څخه استفاده وکړي او دانتخاباتو عموميت او شفافيت  هم تامين شي .
زموږ  هغه ګران هېواد وال  چې په ناامنو سيمو کې  ژوند کوي  اويا سفر کوي    ددوى دتابعيت داصلي تذکرو ترشا دنوم ليکنې  دتصديق په لګولوسره  خپلې  انديښنې له کميسيون سره شريکې کړي .
څرنګه چې  دخلکو  خونديتوب  د کميسيون لپاره ډير مهم دى  له همدې امله  دغه کميسيون   له اړوندو لورو په تيره پيا   سياسي  ګوندونو  ، قوموي مشرانو  او دمدني ټولنو   له استازوسره   داصلي  تذکرې پرځاى دتابيعت  دتذکرې له  کاپي څخه داستفادې په باب پراخې سلامشورې وکړې چې په نتيجه کې تصميم ونيول شو  چې له دې وروسته   درايو ورکولو  په شرايطو برابر کسان  کولاى شي    دخپل تابعيت تذکرې له کاپي سره  دنوم ليکنې مرکزونو ته مراجعه وکړي او
ددوى   دتذکر ې په  کاپي ګې دراي ورکوونکو دنوم ليکني تصديق  ولګول شي.
دانتخاباتو په ورځ  دراي ورکولو په شرايطو برابر کسان    له خپلو اصلي تذکرو سره  جوخت   دتصديق شوي تابعيت تذکرې  کاپي سره  راوړي   او  دراي ورکولو  له  حق څخه استفاده وکړي.
دانتخاباتو دشفافيت لپاره کميسيون لازم  تصميمونه نيسي   چې دمتکرر  نوم  ليکنې  مخه ونيول شي.
هغو کسانو چې له يوځل څخه زيات نومونه ليکلي دي   دانتخاباتو په ورځ دخپل  راي ورکولو له حق څخه بې  برخې کيږي او عاملين يې عدلي اوقضايي ارګانونو ته معرفي کيږي.
ټاکل شوې وه   چې دولايتونوپه مرکزونو کې دراي ورکوونکو دنوم ليکنې بهير   دثور دمياشتې په  ٢٣ نيټه  پاى ته ورسيږي  .
له دې امله چې  دراي ورکولو  په شرايطو برابر کسان  وکولا ى شي  دخپل راي ورکولو له  حق څخه استفاده وکړي  کميسيون تصميم ونيوه  چې  د راي ورکوونکو دنوم ليکنې بهير   دولايتونوپه مرکزونو کې ديوې مياشتې لپاره    يعنې د ١٣٩٧  کال  دغبرګولي تر  ٢٢ نيټې پورې تمديد کړي.
ديادونې وړ  ده چې  دراي ورکوونکو دنوم ليکنې بهير  په يو وخت کې    په ولسواليو کې   دثور دمياشتې له  ٢٥نيټې څخه   دغبرګولي دمياشتې تر ٩نيټې پورې او وروسته  د غبرګولي دمياشتې تر ٢٢ نيټې پورې په کليو اوبانډو کې ترسره کيږي  .
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته