روغتیا

ددوه سوه بستيز روغتون د جوړولو کار پيل شو.

کابل باختر د ثور لومړي :
په تخار ولايت کې ددوه سوه بستريزروغتون د جوړولو کارنن پيل شو .
دتخار ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکترحفيظ الله صافى باختراژانس ته وويل دغه روغتون دالمان ددولت په مالي مرسته دنهومليونو امريکايي ډالرو په لګښت په پنځو بلا کو نو کې د١٣٩٣ کال ترپاى پورې جوړيږي.
دالمان ددولت په مرسته ديو ديرشو مليونو يوروپه ټول لګښت دتخار ولايت په کچه شپږ نور روغتونونه اوکلينيکو نه جوړشوي دي.
صافى زياته کړه، په دوه سوه بستريز روغتون کې چې نوى جوړيږي دفزيو تراپي ،عاجلې ،اکسرې ، لا براتوار د عمليا تو ، جدي څارنې اونورې برخې په پام کې نيول شوي دي .
ډاکترصافى دغه روغتون دالمان اوافغا نستان د همکاري په پراختيا کې دډيرې ښې پروژې په تو ګه وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته