بغلان باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه :
په مرکزي بغلان کې يوه سړي خپله پخوانۍ ميرمن چې څه موده مخکې يې طلاق کړې وه، پرون په ډزو سره ووژله .
د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري د باختر آژانس سيمه ييزخبريال ته وويل چې دغه سړى سرباز نوميږي او خپله پخوانۍ ميرمن يې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جوهر تيپې په کلي کې د خپل خسر په کورکې په ډزو سره ووژله .
د بغلان ولايت د ښځو د چارو رئيسې خديجې يقين دغه وژنه بشري جنايت وباله او ويې ويل چې مقتوله ٢١ کلنه وه او څلور ماشومان يې درلودل.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيتي مسوولينو وويل چې قاتل تښتيدلى او پوليسو د هغه د نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ