برلينباختر د سنبلي١٦
دادولف هتلر شخصي سا توونکى چې د دويمې نړيوالې جګړې په وروستيو کې د نا زي ديکتاتور د ژوندانه د وروستيو ورځو وروستي پاتي شاهد و، مړشو .
د فرانسې دخبري آژانس دخبر له مخې : د هتلرشخصي سا توونکى اوکاس ميش ، دتيرې پنجشنبې په ورځ د زړه د دريدو له ا مله د شپږ نوي کلنۍ په عمر په برلين ښار کې مړ شو .
ميش په يو مستند فلم کې چې په ٢٠٠٥ ميلادي کال کې د وروستي شاهد ترعنوان لا ندې جوړ شو ، هتلر يې ديو ښه رييس په توګه بللى و .
ميش يو له هغو کسانو څخه و چې په هغه سنګر کې چې هتلر د نازي آلمان له تسليميدو څخه څو ورځي مخکې پکې ځان وواژه ، له خپل مشرسره يوځاى شو .
ده ويلي دي چې ټولو قوماندانانو غوښتل چې هتلر يوه خوندي ځاي ته بوځي خوهتلر دمخالفت په ترڅ کي په برلين کې پا تې شو او وروسته يې ځان وواژه .
دوه ورځې وروسته ميش چې په هغه وخت کې ٢٧ کلن او دهتلر دټيلفون متصدي و د پخواني شوروي جمهوريتونو د اتحاد دځواکونو له خوا ونيول شو .
دى دپوليند په سيلسياى ښار کې زيږيدلى و او له نازيانو سره له پيوستون مخکې د ودانيو يو انځورګر و خو له ١٩٤٠ کال وروسته د هتلر دشخصي ساتوونکي په تو ګه په خدمت و ګومارل شو .
3 1 دقیقه لوستل