امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.

کابل – باختر د وږي  دريمه

 افغان او نړيوالو ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د چاڼيزو عملياتو په بهير کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل .

 دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات د افغان او نړيوالو ځواکونو له خوا دننګرهار ، خوست ، غزني ، ميدان وردګو ، کندز او دکاپيسا ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول يو تن يې ټپي او شپږ تنه نور يې ونيول شول.

 ديوبل خبرله مخې: افغان امنيتي ځواکونو پرون د امنيتي ګزمې په بهيرکې لس ماينونه چې نوى د وسله والوطالبانو له خوا ځاى پرځاى شوي و؛ دکندز او زابل د ولايتونو په مربوطاتو کې کشف او شنډ کړل او د څو تروريستي پيښومخه يې ونيوله . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته