روغتیا

د لس میلیونو افغانیو په لګښت په ننګرهار کې روغتون جوړيږي

 جلال اباد/ باختر/ د کب دمياشتې ١٨مه
د ننګرهار ولایت د سره رود په ولسوالۍ کې د لسو میلیونو افغانیو په لګښت روغتون رغول کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت له خوا په یوه پوړ کې رغول کېږي چې دولس خونې او چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، د یاد روغتیايي مرکز په جوړیدو سره به د امرخیلو سیمې د اوسیدونکو روغتیايي ستونزې حل او د مرکزي روغتون له اړتیا به خلاص شي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته