نړۍ

د هند په ختيځ کې دبم دچاودنې له امله څوارلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

نوى ډيلى – ډى ډان – باختر دمرغومې دمياشتې ٧ :
دهند په لويديځ بنګال ايالت کې يوه  ښوونځي ته څيرمه په يوه بايسکل کې دځاى پرځاى شوي بم دچاودنې له امله  څه  نا څه پنځه تنه  ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول .
د ډي  ډان ورځپانې دخبرله مخې :   دغه چاودنه تيره شپه  دلويديځ بنګال ايالت په جالپايګوري  ښارکې شوې ده .
دپوليسو خبرځايونو او د روغتيايي چارو مسولينو ويلي دي چې ددغې پيښې ديو شمير ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى .
تراوسه پورې  ددغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى  خو پوليس ددغې موضوع په څيړنې بوخت دي   چې آيابيلتون غوښتونکې ياغي ډلې په دې چاودنه کې لاس لري او که څنګه ؟

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته