ټولنه

په باميانو کې په غجلو کې د درمل شيندلو کمپاين پيل شو

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر
په باميانو کې له ناروغيو څخه د څارويو د خوندي کولو کمپاين نن پيل شو.
په دغه کمپاين کې هلې ځلې کېږي چې په غجلو کې د درمل شيندلو له لارې په بېلابېلو ناروغيو په تېره بيا د کانګو په تبې اخته څاروي وژغوري.
دغه کمپاين د باميانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست پيل کړى دى.
د دغه کمپاين په لومړۍ ورځ په يکاولنګ، پنجاب، ورس او شېبر ولسواليو کې ٨١ زره څاروي د ناروغيو په وړاندې خوندي شول.
د باميانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه کمپاين دوام لري.
په باميانو کې لسګونه کارکوونکي د غجلو د درمل شيندلو لپاره ګومارل شوي دي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته