امنیت

په لوګر کې دبم په چاودنه کې دپنځو تنوټپي کيدل .

کابل باختر دغبرګولي  پنځلسمه :
په لوګر ولايت کې دبم دچاودنې له امله ددوو ماشومانو او ديوې ښځې په ګډون پنځه تنه ټپيان شول .
  دغه چاودنه نن له غرمې مخکې  په نهوبجو او ديرشو  دقيقو دلوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې دنايب امين الله خان روغتون ته څيرمه په يوګڼ ميشت ځاى کې شوې ده .
دلوګر ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحکيم  اسحق زي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه پوليسان او درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
جنرال اسحق زي تاييد کړه چې ددغې پيښې په ټپيانو کې يوه ښځه او ماشوم هم شامل دي .
  ددغې پيښې يو ټپي ماشوم دښوونځي زده کوونکى اوبل يې کوچنى ماشوم  بلل شوي دي .
  دلوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې دنايب امين الله خان دروغتون مسوول ډاکتر عاشق الله په دې چاودنه کې ديوه ټپي  پوليس روغتيايي حالت خراب وباله .
په همدې حال کې دلوګر ولايت امنيه قوماندان وسله وال طالبان ددغه بمي بريد اصلي عامل وبلل او ويې ويل چې دپيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
په افغانستان کې وسله والو طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې  دبمونو اوماينونو په ښخولو لاس پورې کوي، هغه اقدام چې زياتره   ملګي وګړي پکې قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته