کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٦:
په قندهارولايت کې دطالبانو يوسيمه ييزقوماندان ملافايض دافغان اوناتوځواکونو دډزوله امله ووژل شو.
دغه ډزې ددامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملافايض په پټنځي پرون دعملياتو په بهيرکې وشوې .
ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي په ملافايض هغه وخت ډزې وشوې چې ويې نه غوښتل تسليم شي .
ويل کيږي چې ددغې نښتې په بهيرکې په ملافايض جان برسيره څوتنو نورو ياغيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .
دخبرپاڼې دمعلوماتوله مخې په دې پيښه کې دوه تنه افغان سرتيري هم ټپيان شوي دي.
ناټو وايي ملافايض جان غوښتل په افغان اوناټو ځواکونو ترورستي بريدونو ته سازمان ورکړي .
فايض جان دقندهار ددامان اوشاولي کوټ په ولسواليو کې دوسله والو طالبانو دترورستي بريدونو رهبري کوله .