سیاست

جمهوررییس غني د چین د ولسي جمهوریت د پارلمان له رییس سره وکتل

کابل – باختر د لړم د مياشتې ٨ مه:
د افغانستان جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د چین د ولسي جمهوریت د پارلمان له رییس ژان دو ژیانګ سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې تېر ماښام د چین د خلکو په ستر صالون کې ترسره شوه، د چین د پارلمان رییس د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت غوښتنه وکړه او هغه یې د دواړو پارلمانونو ترمنځ د تجربو د تبادلې لپاره مناسب فرصت وباله.
ده د دې ترڅنګ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پیاوړتیا او د فرهنګي اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه، په افغانستان کې یې د چینایي پانګوالو د امنیت مسئله مهمه وبلله، وېي ویل چې موږ له مالي او د توان له پلوه ستونزه نه لرو، خو چینایي شرکتونو ته د کاري چاپیریال د برابرولو په برخه کې د افغانستان همکاري غواړو.
د افغانستان جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او چین د پارلمانونو ترمنځ د تجربو له تبادلې هرکلی وکړ او د افغانستان د ملي شورا په استازیتوب یې هغه ته بلنه ورکړه چې په یوه مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي.
ډاکټر غني همدا راز د اصلاحاتو د راوستلو، د افغانستان د زیربنایي ملي پلان او په افغانستان کې د امنیتي حالت د ښه والي په خاطر د افغانستان د نوي حکومت د جدي تصمیم په اړه د چین د پارلمان رییس ته معلومات ورکړل.
جمهور رییس سوله یوه مهمه اړتیا وبلله، ويې ویل چې د ملي وحدت حکومت په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ژمن دی او په دې برخه کې د چین د رغنده رول غوښتوونکی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته