ټولنه

په فراه کې دپوځيانو او طالبانو ترمنځ خونړى جګړې

کابل باختر د مرغومي دمياشتې ١٠
په فراه ولايت کې دپوځيانو او دوسله والو طالبانو ترمنځ دجګړو په بهير کې شپږ تنه ډار اچوونکى ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
دغه جګړې  پرون ناوخته هغه وخت ونښتې  چې يوې ډلى وسله والو طالبانو په پشت رود ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړ ل .
دافغانستان په لويديځ کې دملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل ؛  په دې جګړو کې شپږ تنه يرغلګر ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل په دې جګړو کې دوه تنه پوليسان هم شهيدان او څلور تنه نوريې
ټپيان شوى  دى  .
ويل کيږي په دې جګړو کې طالبان دپوځيانو له مقاومت وروسته  وتښتيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته