اقتصاد

د هرات د غذا له مرکزي بانک سره د شلو زرو ډالرو مرسته وشوه

-کابل / د غويي ٣ مه / باختر
د هرات د کرنې او مالدارۍ خونه د هرات د غذا له مرکزي بانک سره د ٢٠ زرو امريکايي ډالرو مرسته وکړه.
د کرنې د خونې رييس او مديره پلاوي چې نن يې د هرات له والي سره وکتل؛ له کرونا ويروس سره د مبارزې د بهير د ګړندي کولو او د اړو کسانو د ستونزو د حل لپاره د خپلو همکاريو د دوام يادونه وکړه.
هغوى له بزګرانو او مالدارانو څخه د ملاتړ په برخه کې د دولت د پاملرنې او پانګونې غوښتنه وکړه.
په مقابل کې د هرات والي هم د کرنې د ودې په برخه کې پانګونه او د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ د دولت له مهمو پروګرامونو څخه وباله او د کرنې د خونې د مرستو له امله يې مننه وکړه.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته