امنیت

تبصره .

کابل _ باختردثور اوولسمه :
ظرفيت جوړول ، سمبالول او په ځان ډډې لګول دهيواد دامنيتي مرکزونو لپاره يوه ستره اړتيا بلل کيږي  او دا دافغانستان ددولت او دهغه دمرکزونو مکلفيت دى چې دغه شان هدفونو ته درسيدو لپاره پروګرامونه جوړ کړي .
دباختراژانس مبصر ليکي : دملي امنيت شورا  غړو په خپلې وروستۍ  غونډه کې دملي دفاع وزارت  ته لارښوونه وکړه چې له کورنيوامکاناتو څخه په استفادې  سره دې له ډيل پرته او په سملاسي ډول دهغو محاربوي وسلو او وسايطو په ترميمولواقدام وکړي چې له کلونوکلونو راپديخوا په بيلابيلو نومونو ډيپو شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دهيواد امنيتي  او دفاعي  مرکزونو دظرفيت  جوړولو ، سمبالولو او په ځان د ډډې لګولو لپاره پروګرامونه جوړ کړي دي خو دهيواد دامنيتي ځواکونو دسمبالولو بهيرچې زياتره په بهرنيو مرستو پورې اړه لري  په کمزوري ډول پرمخ ځي، په داسې حال کې چې افغانستان  دامنيتي مسووليت مننې او دخپلواکې دفاع په لور ګام اخستى دى  او دغه بهير به تر څو مياشتو پورې پاى ته ورسيږي، دغه راز افغانستان به له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته دبهرنيو پوځيانو دشتون ډګر نه وي . امنيتي مسووليت مننه او په مستقل  ډول دهيواد دفاع دامنيتي ځواکونو سمبالولو، ظرفيت جوړول او په خپلو پيښو دريدو ته اړتيا لري، ترکومه ځايه پورې چې معلومه شوې ده په دې لاره کې بهرنۍ مرستې کمزورې اوکمې دي او له مشخصوژمنو سره لاتراوسه پورې  دهيواد هوايي پوځ په ټيته  کچه  کې دى او ددرندو وسلو ټولګي هم دومره وده نه لري . وروستيو پرمختياو وښودله چې افغانستان يوازې دصادر شوي تروريزم له ګواښ سره مخامخ نه دى بلکې له يوه بربنډ بهرني تيري سره مخامخ دى  چې  له بده مرغه  په افغانستان کې مثبت بهرني ځواکونه دحالاتوننداره کوي او هغه  ژمنې چې دافغانستان له خلکو سره يې  کړې وې ، نه دي عملي کړي . دافغانستان دولت دملي ارادې دممثل په توګه دحالاتو دنازک والي په پام کې نيولو سره پتيلې ده چې دهيواد ددفاعي او امنيتي مرکزونو دسمبالولو اوپياوړي کولو لپاره له کورنيو امکاناتوڅخه کار واخلي .
ددغه شان تصميم په رڼا کې وچې دملي دفاع وزارت دمحاربوي  وسلو او وسايطو په ترميمولو اقدام وکړ او تراوسه پورې يو زيات شمير درانده محاربوي وسايل ترميم او داستفادې  وړ ګرځيدلي دي .
لکه څنګه چې دهيواد دوسله وال پوځ لوى درستيز  ويلي دي چې دغه بهير په مناسب تګلوري کې دپرمختيا په حال کې دى .
په روان کال کې به له ټانکونو ، محاربوي  ماشينونواو دنورو حربي وسايلو په ګډون يو زيات شمير محاربوي وسايط ګټې اخستنې ته چمتو شي .
دافغانستان ددولت  دغه اقدام  کيداي شي دافغانستان دوسله والو ځواکونو دسمبالولو په لور يو ګام وي . په تيرو وختونوکې دهيواد جمهور رييس په وار وار په دې ټکي باندې ټينګار کړى دى چې دافغانستان  دولت دخپلو امنيتي ځواکونو دسمبالولو په مقصد له هر امکان څخه کار اخلي، دهيواد جمهور رييس ټينګار په داسې وخت کې کيږي  چې دسيمې يو شمير هيوادونه به دافغانستان د دوديزو دوستانو په توګه وکولاي شي چې زموږ هيواد امنيتي ځواکونه  سمبال کړي او ددغو ځواکونو په ظرفيت جوړولو کې ونده واخلي . دافغانستان دولت بايدله دغه شان امکاناتو څخه چې په سيمه ئيزو اړيکو کې دهمغږۍ او پيوستون بيلګه ده استفاده وکړي، دوست هيوادونه کيداى شي زموږ دهيواد ددفاعي مرکزونو دتمويلولواو سمبالولو ښه منابع وبلل شي .
دغه راز دافغانستان دولت دې بايد له ديپلوماتيکي لارې هغه هيوادونه چې له افغانستان سره يې دستراتيژيکي  همکاريو سندونه لاسليک کړي دي په دې متقاعد کړي چې دافغانستان په وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي او پرې نه ږدي  چې افغانستان د يو قوي دفاعي مرکز دنه شتون له امله له ستونزو سره مخامخ شي .يوه بله  خبره چې  دملي امنيت دشورا په پرونۍ  غونډه کې پرې خبرې وشوې زموږ دهغو پوستواو تاسيساتو سپارل  دي چې دبهرنيو ځواکونو له خوا تشيږي .
  دملي امنيت شورا  دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله چې په دغو پوستو او تاسيساتو کې دافغان امنيتي ځواکونو دځاى پرځاى کولو مسئله ګړندۍ  کړي  او په دې لاره کې  دې له چټګتياڅخه کار واخلي هغه څه چې دملي امنيت په شورا کې  طرحه شول او دهغو په تطبيق  باندې ټينګار وشو کيداى شي  دامنيتي ځواکونو دظرفيت جوړولو ، سمبالولو او په ځان د ډډې لګولو په لاره کې  يوګام دى چې دافغانستان خلک يې هرکلى کوي او ددغې پريګړې  عملي تحقق ته  سترګې په لاره دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته