امنیت

په هلمند کې ١٩ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

 کابل / د وږي ٢٠ مه / باختر
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په مربرطاتو کې تېره شپه ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٩ نور یې ټپیان شول.
د ځانګړو عملیاتو د قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ويلي دي چې دغو طالبانو ته هغه وخت مرګ ژوبله واوښته چې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د پوځیانو پر پوستو بریدونه وکړل.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په نښتو کې ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٩ نور یې ټپیان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۴ماینونو په کشف سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
وسله والو طالبانو دغه ماینونه د تروريستي بریدونو د ترسره کولو په موخه په ګڼ مېشتو لارو کې ځای پرځای کړي وو.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته