امنیت

دهيواد په بيلابيلو سيمو کې طالبانو د سر دروند زيان زغملى دى .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
دهيواد په ځينو سيمو کې په جګړو کې وسله والو طالبانو ته د سردرند زيان اوښتى دى.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ.
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې دهيواد په بيلابيلو سيمو ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې د (٣٤) داعشيانو په ګډون په لسګونو تنه ډار اچوونکي ووژل شول، په لسګونو تنه نور ټپيان او پنځه تنه دترورستي فعاليتونو دترسره کولو په تور ونيول شول.
دغه عمليات چې دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ دننګرهار ،کونړ ،غزني ،پکتيا،لوګر،پکتيکا،قندهار،روزګان،زابل،غور ،فراه ،بادغيس ،هرات ،کندز ،بغلان ،فارياب ،او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو ترسره شول دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ٤٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢١ تنه نور ټپيان شول .
دکندز ولايت په مربوطاتو کې ٥٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٣٧ تنه نور ټپيان شول او دننګرهار ولايت دهسکې مينې او د نازيانو دولسواليو په مربوطاتو کې ٣٤ تنه داعشيان ووژل شول او دقندهار – ترينکوټ دلويې لارې په مربوطاتو کې ١٦ تنه طالبان ووژل شول او ٢٥ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه راز دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغو ځواکونو په عملياتو کې ١٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول . دغزني ولايت دمقر او انډړو دولسواليو په مربوطاتو کې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول دغه راز دپکتيکا ولايت دارګون دقندهار ولايت دشاولي کوټ ، د زابل ولايت دشاجوي او دهرات ولايت دشينډنډ دولسواليو په مربوطاتو کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول او پنځه تنه مشکوک کسان په تروريستي فعاليتونو کې دلاس لرلو په تور ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې، په دغو عملياتو کې چې دکورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول دملي اردو ١٨ تنه منسوبين شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته