اقتصاد

جمهور رئیس غني: د هوایي دهلېزونو ترڅنګ باید د ځمکنیو دهلېزونو جوړولو ته هم پام وشي

کابل/ باختر/ د سلواغې دمیاشتې ۱۵مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د هوایي دهلېز له لارې د توکو د صادرونکو په غونډه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د جمهوررئیس ستر سلاکار اجمل احمدي د هوایي دهلېزونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د اسیا زړه کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي دهلېز د پرانیستې په اړه د جمهوررئیس غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له توافق وروسته د افغانستان او هند تر منځ هوایي دهلېز پرانیستل شو.
نوموړي زیاته کړه، ورپسې له قزاقستان، سعودي عربستان، اروپا، چین او ترکیې سره هوایي دهلیزونه رامنځته شول او د دغو دهلېزونو له لارې له کابل، کندهار او مزارشریف څخه غالۍ، جلغوزي، قره قل، تازه او وچې مېوې بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوې.
ښاغلي احمدي وویل، د هوایي دهلېزونو په برخه کې ګمرکي او نورې تخنیکي ستونزې د وخت په تېرېدو سره حل شوې او په نږدې راتلوونکي کې به له هرات او بامیانو څخه هم د هوایي دهلېزونو له لارې صادرات پیل شي.
نوموړي وویل، د دغو دهلېزونوله لارې افغان تاجرانو تر دې مهاله ۱۲۰ میلیون ډالره ګټه کړې او د یادو دهلېزونو د لا تقویې لپاره به له تاجرانو، خصوصي سکتور او خپلو بین المللي شریکانو سره په ګډه کار وکړو.
جمهوررئیس غني د وینا پرمهال افغان تاجرانو او د خصوصي سکتور استازو ته د صادراتو د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخه کې د دوی د لوی هیلې د پوره کېدو مبارکي وویله. همدارنګه یې د اړوندو هېوادونو له سفیرانو څخه په مننې هغوی ښه شریکان وبلل.
جمهوررئیس په تېرو اوولسو کلونو کې له افغانستان سره د بهرنیو هېوادونو له سخاوتمندانه همکاریو څخه په مننې وویل، افغانستان باید د اوږدمهال لپاره په بهرنیو مرستو متکي نه وي او هوایي دهلېزونه د افغانستان د خودکفایي په لور یو ښه ګام دی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو اغېز د جلغوزیو په تولیدونکو ولسوالیو کې د هوایي دهلېز له لارې د جلغوزیو د صادرولو هومره محسوس نه دی. هغه د خصوصي سکتور، تولیدونکو او نړیوالو بازارونو د اړیکو پر تامین ټینګار وکړ.
د هېواد جمهوررئیس وویل، په نړیوالو بازارونو کې د رقابت لپاره باید د صادراتو کیفیت ته پاملرنه او پر پروسس اساسي پانګونه وشي.
هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د جلغوزیو د پروسس لویه فابریکه جوړه شي.
جمهوررئیس  د ارزښت ځنځیر په ایجاد او همدارنګه په تولیداتو، صادراتو او پروسس کې د ښځو د رول پر تقویې ټینګار وکړ .
هغه زیاته کړه، د هوایي دهلېزونو ترڅنګ باید ځمکنیو دهلیزونو ته هم اساسي پام وشي.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته