-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
په کاپيسا کې د دوو کيلومترو په اوږدوالي د يوسړک د پخولواو د ٣٤ مترو په اوږدوالي د يو پله د جوړولو کار دوام لري .
دغه دوه پروژې د کليودبيا رغاونې او پرمختيا وزارت د کليوالي لارو جوړولو د پروګرام د ٣٥ مليونو افغانيو په لګښت د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې تطبيقېږي.
دغه سړک د نجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې پخېږي او په تګلوري کې يې د ٣٤ مترو په اوږدوالي يو پل هم جوړېږي.
د يادونې وړ ده،چې د دغو پروژو په تطبيق سره به د سيمې د خلکو زياته ترانسپورتي ستونزه لرې شي .
ختم _ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ