سیاست

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د بهرنیو چارود وزیر

د ۱۳۹۱ کال د لېندۍ د میاشتې ۱۵ مه- بروسلز
سرمنشي راسموسن،
جلالتمآبانو، آغلو او ښاغلو:
اجازه راکړۍ چې له سر منشي څخه د ناټو د بهرنيو چارو وزیرانو په غونډه کې زما د بلنې لپاره په مننې سره خپلې خبرې پېل، تر څو د افغان دولت لید لوری له تاسو سره شریکه کړم. دا د خوښۍ ځای دى چې یو ځل بیا په عین میز کې د افغانستان د ثابت ګام او د باور وړ ملګرو او متحدینو سره یو ځای یو.
یوولس کاله وړاندې افغانستان د جګړې او ورانیو تیاره پړاو یې تېر کړ، او د سولې، هوساینې، ولسواکۍ او عدالت لور ته یو نوی سفر پېل کړ. د وروستي لسیزې په بهیر کې مونږ ډېرې لاسته رواړنې درلودې، چې د ملتونو استازې چې دلته سره را ټول شوي دي په مېړانه او سخاوت سره په دغو لاسته راوړنو کې همکاري کړي دي او پرې ویاړلي شي.
مونږ په افغانستان کې د تحول په اړه چې زمونږ د خلکو د قربانیو او همکاریو په مرستې سره لاسته راغلی، د ریښتنې  ویاړ احساس کوو. موږ په واقعي توګه پر خپلې ځوانې ولسواکۍ ویاړو، نن موږ یو ټاکل شوی جمهوررييس، یو ټاکل شوی پارلمان، او په ۳۴ ولایتونو کې ټاکل شوي ولایتي شوراګانې لرو.
زموږ ۸ ملیونه ماشومان بېرته ښوونځیو ته ځي، چې په هغو کې څه کم ۴۰ سلنه یې نجوني دي او په ټول هېواد کې په لس ګونو زره  محصلین نارینه او ښځینه پوهنتونونو ته ځي. موږ د خپلو فزیکي زیربناوو مهمې برخې بېرته ودانې کړي دي، چې زرګونه کیلومتره سړکونه او پلونه پکې شامل دي.
همدارنګه موږ د دولتي بنسټونو په جوړلو کې مهم ګامونه پورته کړي دي، چې د افغان ملي اردو او ملي پولیس چې د خلکو له ځواکمن او زیاتېدونکي ملاتړ او باور څخه خوند اخلي، پکې شامليږي. زمونږ توانمنېدونکي او مسلکي اردو او پولیس زمونږ په سیمه کې زموږ له متحدینو سره په ګډه توګه د تروریزم او افراط پالنې پر وړاندې ، چې د افغانستان، سیمي او ټولې نړۍ لپاره یو خطر دی، مبارزه کوي.
آغلو او ښاغلو:
د افغانستان خلک د تروریزم او افراط پالنې د استبداد او ظلم پر وړاندې په مبارزه کې تر ټولو زیات قربانۍ او د ژوند په چارو کې ستونزې ګاللي دي. زموږ لس ګونو زرو نارینه و ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي، چې ډېری یې د تروریستانو د بمونو او مرمیو له کبله او ځېنی یې هم د تروریزم پر وړاندې د جګړو پر مهال د ملکي قربانیانو په توګه خپل ژوند له لاسه ورکړي دي. په دې جګړه کې افغان سرتیري او پولیسو تر ټولو زیات زیانونه ګاللي دي. یواځې د سږ کال په بهیر کې د تروریزم پر وړاندې جګړه کې او د هېواد د امنیت په تامینولو کې له ۲۱۰۰ تنو څخه زیات افغان سرتېرو، پولیسو او امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي او له ۴۶۰۰ څخه زیات نور کسان یې سخت ټپیان شوي دي.
زموږ په ګډه جګړه کې ائتلافي هېوادنو هم ډېر لوی ځاني او مالي قربانیانې ګاللي دي. اجازه راکړئ چې دلته یو وار بیا دا ووایم چې: موږ ستاسو قربانیو ته درناوی کوو، موږ به ستاسو ملګرتیا په یاد کې ساتو او ستاستو څخه د دې لپاره چې زموږ د تاریخ په دې بحراني وخت کې له افغان ملت سره ودریدی، مننه کوو.
موږ په ګډه توګه د اضافي تدبیرونو یوه لویه ټولګه جوړ کړی تر څو له داخلي ګواښونو څخه مخنیوی وکړي چې دغه تدبیرونه د دښمن د بریدونو په کچه کې په لویه کچه لږوالی راوستې ده.
آغلو او ښاغلو،
زموږ ملګرتیا اوس پیاوړې ده. او د هغه خواري او نه ستړیکېدونکي کار لپاره چې موږ په ګډه توګه ترسره کړې دي، مننه. افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د لېږد بهیر په وخت سره روان دی او په ښه توګه پرمختګ کوي، چې په پایله کې د لېږد بهیر په دواړو، ستراتیژیکو او تخنیکي کچو کې بریالیتوب ثابتوي. د افغانستان خلکو د لېږد بهیر د یوې ستراتیژکي اړتیا په توګه منلې دى او زموږ ملي امنیتي ځواکونه په ثابت ګړندیتوب سره هغه پلي کوي. او د افغانستان د ۷۵ سلنې وګړو امنیت، د بهرنيو ځواکونو له خوا نه، بلکې د افغان سرتېرو او پولیسو دافسرانو له خوا تامینیږي. په هغو ښارونو او کلیو کې چې د لېږد بهیر ترسره شوي دي، د لېږد له بهیر څخه د وړاندې په پرتله تاوتریخوالي لږ تر لږه ۲۰ سلنه لږوالی موندلی دی. او زه خوشحاله یم چې تاسو ټولو ته ووایم چې جمهور رئیس کرزی به د لېږد بهیر څلورم پړاو د دې میاشتې په وروستو کې اعلام کړي، چې دا به د هېواد تر ټولو ننګوونکو او ستونزمنو سیمو د امنیتي مسؤلیتونو لېږد په بر کې ونیسي.
آغلو او ښاغلو،
د لېږد بهیر د یو خپلوک، واکمن افغانستان او دهغه د نړیوالو همکارانو ترمنځ د پراخېدونکي ملګرتیا یو مهم عنصر دی.
موږ له ناټو، آیساف او د ناټو او آیساف غیر هېوادونو څخه د هغوی د مهم او اوږدمهال ۴.۱ ملیار ډالري کلنۍ مالي مرستو څخه چې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د افغان ملي امنیتي ځواکونو د تمویل، روزنې او سمبالولو لپاره کوي، مننه کوو. افغانستان به خپل د ۵۰۰ ملیونو امریکایې ډالرو کلنۍ لمړني رقم ونډه په ثابته توګه تر هغه کچه زیاته کړي، چې  موږ و توانیږو خپلې امنیتي او دفاعي اړتیاوې په بشپړه توګه له خپلو کورنيو عوایدو څخه د ۲۰۲۴ کال تر ټاکل شوي نېټې پورې، تمویل کړو. موږ باور لرو چې دا مناسب وخت دی تر څو د دې مرستو لپاره د یو میکانیزم د جوړلو په ټول اړخیزه بحث کې ګډون وکړو. زه تاسو ته ډاډ ورکولی شم، چې دا زموږ لپاره په افغانستان کې یو مهم لومړيتوب دی.
اجازه راکړئ چې د روڼوالي او حساب ورکونې د اصولو په اړه د افغانستان د دولت پر ژمنو یو وار بیا ټینګار وکړم.
له دې سره او په ځانګړي توګه د افغانستان او دهغه د نړیوالو ملګرو ترمنځ د پراخېدونکو اړیکو په برخه کې، موږ هیله من یو چې دا ښکاره او جوته ده چې په دې برخه کې تر ټولو مهم اصل باید د افغانستان واکمني وي او هر هغه میکانیزم چې زموږ له خبرو اترو څخه منځته راځي، باید افغانستان د هغه مالکیت ولري. د افغانستان واکمني ته د درنښت بنسټیز اصل سربیره، د افغانستان مالکیت به د دې پیسو اغیزمن، کاري او دوامداره لګښت یقیني کړي او همدارنګه د افغانستان په ملي ادارو کې د اړتیا وړ ظرفیتونه لا پیاوړی کړي.
د افغانستان د ملي ځواکونو جوړل چې په ملي کچه ورته درناوی او په مسلکي او دیموکراتیکه توګه مسؤل شمېرل کېږي، او همدارنګه د یو باثباته، با امنه او ولسواک افغانستان بنسټ ایښودل، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له مهمو همکاریو څخه شمېرل کېږي. د افغان ملي امنیتي ځواکونو راتلونکي ته په پاملرنې سره، د افغانستان د خلکو لپاره د هغوی د امنیتي ځواکونو تر څنګ د مالکیت حس لرل، ډېر مهم شمېرل کېږي. نو د همدې لپاره د هغوی د اعتبار او مشروعیت د پیاوړي کولو لپاره موږ باید ډاډ ترلاسه کړو هغه بنسټونه او بهیرونه چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو له راتلونکي سره مرسته کوي، د افغانستان د دولت تر لارښوونې او مالکیت لاندې دی.
البته په هغو برخو کې چې موږ سره هوکړه لرو چې افغان ملي امنیتي ځواکونه د افغانستان د بشپړ مالیک د تحقق وړتیا نه لري، موږ باید تر ۲۰۱۴ کاله پورې او له هغه څخه وروسته سره په ګډه توګه کار وکړو تر څو هغه وړتیاوې را منځته کړو.
په دې برخه کې، د افغانستان د دولت لید لوری په دې توګه دی چې ملي بودجه چې، د مجموعي وړاندیز شوي بودجو په ګډون د نړیوالې ټولنې د میکانیزمونو له لورې ورڅخه ملاتړ کېږي، او دا به افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د مرستندویو هېوادونو د مرستو د هدایت کولو په ګډون، د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره تر ټولو اغیزمن، اقتصادي او د مسؤلیت وړ وسیله وي.
دا هم پرېکنده ده چې ډاډ ورکړو چې افغان دولت به لومړیتوبونه جوړوي، پلانونو ته پراختیا ورکوي، بودجي ځانګړی کوي او اړونده پرېکړې چې د ملي امنیتي ځواکونو د بڼې او د تجهیز څرنګوالي پورې تړلي وي، نیسي.
سربېره پر دې، څرنګه چې موږ دې خبرو اترو ته دوام ورکوو، دا موږ ټولو ته به ټاکونکی وي چې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د افغان ملي امنیتي ځواکونو کمیت باید د مالي محدویتونو ته پاملرنې سره نه، بلکې اوسنيو شرایطو ته په پاملرنې سره و ټاکل شي.
آغلو او ښاغلو،
امنیتي مسؤلیتونو د لېږد بهیر به د یو سیاسي لېږد سره جوخت ترسره شي او د یو ولسواک افغانستان پراختیا د اهمیت وړ دی. د ۱۳۹٣ کال د وري په میاشت کې به افغانان د خپل راتلونکي جمهوررييس د انتخاباتو لپاره د ټاکنو حوزو ته ځي. افغان دولت د یو منصفانه، ټول شموله او رڼو انتخاباتو د ترسره کولو څخه د ډاډ ترلاسته کولو او همدارنګه راتلونکي جمهوررييس ته په سوله ییزه توګه د واک د لېږد لپاره،  هر شوني ګام ترسره کوي. موږ به پرخپلو نړیوالو ملګرو پر ملاتړ باندې اتکا وکړو تر څو موږ سره مرسته وکړي چې له دې د بدلون له دې حساسه موقعیت څخه په بریالي توب سره ووځو او له ټولو څخه مهم دا چې ډاډ ورکړو چې د انتخاباتو بهیر په آزاده توګه او د بهرنیو له لاسوهنو څخه پرته ترسره کېږي.

آغلو او ښاغلو،
موږ ژمن یو چې له ناټو سره خپله ملګرتیا پیاوړی کړو او په دې برخه کې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د ناټو د موخې او د مامورت تعریفولو او افغانستان سره د هغه ګټورو مشورو ته سترګې په لاره یو.
څرنګه چې خبر یاست، سږ کال د افغانستان دولت د امریکي متحدو ایالتونو، آلمان، هندوستان، آسترالیا، ایتالیا، فرانسې او د بریتانیې په ګډون له خپلو ځینو کلیدي متحدینو سره د همکاریو اوږد مهال دوه اړخیز موافقه لیکونه لاسلیک کړل.
موږ ورته موافقه لیکونه له ناروې، اروپایې ټولنې، ترکیې، دنمارک، فنلنډ، پولنډ او د عربي متحدو اماراتو سره لاسلیک کړي او یا هم په اړه یې سره خبرې اترې کوو. همدارنګه زه خوشحاله یم چې تاسو ته خبر ورکړم چې د لړم په ۲۵ مه نېټه موږ د امریکې له متحدو ایالتونو سره د امنیتي دوه اړخیز موافقه په اړه په کابل کې خبرې اترې پېل کړې. دا موافقه لیک به له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د امریکي متحدو ایالتونو د پوځیانو د شونې حضور په ګډون، د دواړو هېوادونو ترمنځ راتلونکي دفاعي همکارۍ ټاکې.
آغلو او ښاغلو،
د سولې بهیر همدارنګه د یو عاجل لومړیتوب په توګه د افغانستان دولت لپاره اهمیت لري او موږ هغه د یوې نوي قوت سره هغه تعقیبوو. د سولې د عالي شورا د سفر پایلې چې د نوامبر په نیمایې کې ترسره شو او همدارنګه په وروستي اوونۍ کې اسلام آباد ته زما سفر، زموږ د سولې هڅو ته یو نوی ځواک و بخښه. همداسې مې چې خپلو پاکستانې همکارانو ته وویل، اوس د سولې د بهیر لپاره د یو عملي ګام وخت دی. په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې د سولې د بهیر په لاره کې موږ د لا ټینګو ګامونو پورته کولو ته څرنګه چې موږ له پاکستان سره شریکه کړل، سترګې په لاره یو. چې دا به په پاکستان د ټولو طالب بندیانود خوشې کېدو، د طالبانو له مشرانو سره د خبرو اترو لپاره د مخامخو خبرو اترو لپاره اسانتیاوې برابرول، د طالبانو مذاکره کوونکو ته د با امنه سفر برابرول، او په نهایت کې د افغانستان دولت، طالبان او نورو وسله والو ډلو ترمنځ د یو اوږدمهال مذاکراتو د پړاو سبب وګرځي.
موږ همدارنګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره په خبرو اترو بوخت یو، تر څو ډاډ تر لاسه کړو چې د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو د کمیټي بیا کتل شوی پرېکړه لیک د افغانستان د دولت د غوښتنو په اړه چې د طالبانو نومونه له تور لست څخه ایستل او د سفر اجازه ورکول دي، د یو مسؤل، اغیزمن او انعطاف غوښتونکی اقدام سبب و ګرځي. دا ډول هڅې به زموږ د سولې له هڅو سره په مثبته توګه مرسته وکړي او د سولې له بهیر څخه د نړیوالې ټولنې د بشپړ ملاتړ یو قوي پیغام ورکوي.
څرنګه چې پخوا مو هم ویلې وو، د افغانستان دولت به اساسي قانون ته د درناوي، د ورستي لسیزي د دیموکراتیکو لاسته راوړنو خوندي توب، د وګړو او ښځو حقوق او له نړیوالو تروریستانو سره د اړیکو پریکړه کولو په ګډون، د سولې د بهیر قوانین او اصولو باندې به ټینګ ولاړ وي.
آغلو او ښاغلو:
موږ د کلونوکلونو په اوږدو کې په افغانستان کې یوه اوږده لاره تېره کړی. څرنګه چې موږ د ۲۰۱۵ – ۲۰۲۴ کلونو تر منځ د بهیر د لېږد او د تحول د لسیزې د اجنډا د بشپړ پلي کېدو په موخه اوچت ګامونه پورته کوو، هڅه به وکړو چې خپلې تاریخي لاسته راوړنې خوندي، او هغو ته ډېروالی وبخښو. خپل دیموکراتیک سیستم ته ښه والی و بخښو او د یو خپلواک ملت په توګه له نړیوالې ټولنې سره خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړو. او زه باوري یم چې دې موخې ته د رسېدو لپاره، د خپلو ملتونو د فداکاریو ته د درناوی کولو تر ټولو ښه لاره ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته