امنیت

په کندز کې دطالبانو دسر دروند زيان .

کابل باختر د تلې د مياشتې  ٨ :
په کندز ولايت کې د نويو ځمکنيو اوهوايي بريدونوکې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى .
دغه بريدونه تيره شپه په دشت ارچي کې دطالبانو په سنګرونو تر سره شول .په کندز کې دملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دغو بريدونو کې پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اويوشمير نور يې ټپيان شول .ده وويل په دغو بريدونو کې دطالبانو څو سنګرونه او جنګي وسايل له منځه وړل شوي دي.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې د طالبانو د يو سيمه ييز قوماندان په ګدون اته تنه وسله وال طالبان د کندز ولايت په اقتاش ولسوالۍ کې ووژل شول په دغو طالبانو تيره شپه د اقتاش ولسوالۍ په ځينو سيمو کې بريدونه وشول.
دکندزپوځي مقامات وايي چې د طالبانو د ډلګي قوماندان ملااحمد شاه هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته