امنیت

په ننګرهارکې په يوې پوځي قرارګاه د يرغليز بريد لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه

کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٦ :
په ننګرهار ولايت کې په يوې پوځي قرارګاه د يرغليز بريد لپاره د وسله والو طالبانو طرحه د ملي امنيت د مامورينوله خوا شنډه شوه.
دغې ډلې غوښتل چې له يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو څخه په استفادې سره   د ننګرهار ولايت په  مرکز جلال آباد ښارکې د پوليسو د لومړۍ حوزې په آمريت بريد وکړي .
دوه تنه يرغلګر چې ددغه تروريستي بريد پلان يې جوړاوه؛ نيول شوي دي.
دافغانستان دملي امنيت ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغو يرغلګرو په چاوديدونکو توکوبار موټر او له سپکو او درندو جنګي وسايلو څخه په استفادې سره په جلال آباد ښارکې د پوليسو دلومړۍ حوزې په آمريت يرغليز بريد کاوه چې بريالي نه شول.
نيول شويوکسانو اعتراف کړى دى چې د طالبانو د تروريستي ډلې د يو قوماندان ملاهارون په لارښوونه يې غوښتل د جلال آباد په لومړۍ امنيتي حوزې بريد وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جلال آباد ښار لومړۍ امنيتي حوزه د نورو امنيتي بنسټونو په شان د ورځې له خوا د ملکي وګړو د تګ راتګ ډګر دى.
له نيول شويوکسانو څخه په بمونو بار يو موټر، توغندى، يوه پيکا او يو کلاشينکوف ترلاسه شوي دي.
د ملي امنيت اداره وايي چې د دغو يرغلګرو په نيول کيدوسره په جلال آباد ښارکې د تروريستي پيښې مخه نيول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته