امنیت

له انسان تښتوونکو سره د همکارۍ په تور يو تن په پنځلس کاله بند محکوم شو.

 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣١ :
دهرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى چې خپل ميلمانه يې انسان تښتوونکو ته سپارلى ودپنځلسو کلونو دبند په سزا محکوم شو. دغه سړى څه موده مخکې خپل څلور تنه ملګري د ميلمستيا په پلمه د ادرسکن ولسوالۍ ته رابللي واو هغوى يې انسان تښتوونکو ته سپارلى و سره له دې چې تښتول شوي کسان د شپږسوه زرو افغانيو په بدل کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورل شوي و خو دغه سړى دامنيتي ځواکونو د هلو ځلو په نتيجه کې نيول شوى و او نن د استيناف محکمې د کورني او بهرني امنيت پر خلاف د ديوان په علني غونډه کې د پنځلسو کلونو د بند په سزا محکوم شو.
د استيناف محکمې رييس قضاوتمند شمس الرحمن وايي دغه راز د انسان تښتونې د ملاتړ او له دښمن سره د مرستې په قضيو کې د پنځو تنو دوسيې هم وڅيړل شوې چې د اوږد مهال بند په سزا محکوم شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته