کابل باختر د مرغومي شلمه :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه هيئت د فراه ولايت د مقام دکارکوونکي او په دغه ولايت کې د يوې خصوصي رسنۍ د خبريال جاويد نوري وژنه په کلکه وغندله .
جاويد نوري څو ورځې مخکې کله چې د خپلې دندې په رول ديون په حال کې و د فراه ولايت په مرکز پورې اړوند د دوه لارې په ساحه کې د وسله والو مخالفانو له خوا وتښتول شو او وروسته شهيد کړى شو.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت مشرتابه هيئت د جاويد نوري په وژنه خواشيني څرګنده کړې او له امنيتي بنسټونو څخه يې غوښتي چې د خبريالانواو د رسانه يي کارکوونکو د امنيت په تامينولو کې زياتې هڅې وکړي.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه جاويد نوري ته دفردوس جنت او د دغه ځوان شهيد کورنۍ او د هېواد د خبريالۍ ټولنې ته جزيل اجر او صبر هيله کوي.
جاويد نوري د فراه ولايت د مقام کارکوونکى وو او په تېرو دوو کلونوکې يې د فراه ښار د نشات د خصوصي راديو دادينه شب او د هوا پوهنې پروګرامونه هم پرمخ بيول او د دغه ولايت د خبريالانو د اتحاديې غړيتوب يې هم درلود .
ختم_ ف _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل