کابل باختر د زمري شپږمه :
دکونړ ولايت په ځينو سيمو تيره شپه دپاکستاني پوځيانو په راکټي بريدونوکې يو شپږ کلن ماشوم ټپي شو . او يو کور ونړيد .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دباختراژانس خبريال ته وويل پاکستاني پوځيانو دکونړ ولايت دسرکاڼو ولسوالۍ داستوګنې په سيمو څلور توغندي وتوغول .
دده دڅرګندونوله مخې ، دغه بريدونه له څو مياشتنۍ ځنډ وروسته له څو ورځو راپديخوا بيا پيل شوي دي .
پاکستاني پوځيانو په وار وار دافغانستان په ختيځو ولايتونوکې راکټي بريدونه کړي دي . خو هر ځل يې ددغه عمل مسووليت په غاړه نه دى اخستى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ