ټولنه

په تخارکې د غوښينو چرګانو اته تجارتي فارمونه جوړيږي

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٧ :
د کرنې او اوبو لګولو وزارت په روان کال کې تر اوسه پورې د فرخار، بنګي او د چاه آب په ولسواليو او په تالقانو ښارکې د غوښينو  چرګانو اته تجارتي فارمونه جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارلي دي.
د باختر آژانس دخبرله مخې ؛  د هرفارم د ساتنې ظرفيت په يوه دوره کې د دوه  زرو غوښينو چرګانو ساتنه ده . 
دغو  فارمونو د روان کال د وري دمياشتې له لومړيو وختو څخه دغوښينو چرګانو په روزنې او توليد پيل کړى دى او تر اوسه پورې څلور فارمونه په ې بريالي شوي دي چې څه ناڅه ٩٠ زره کيلوګرامه غوښه توليد او دتخار او بدخشان بازارونو ته يې وړاندې کړي او سربېره پر دې ٨٠ تنو ته په مستقيم او غيرمستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.
په همدې ترتيب د دغو فارمونوخاوندانو په تېره يوه مياشت کې دغوښينو چرګانو د پلورنې له پلوه  ٥ر٢ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
دغه فارمونه د کرنې او اوبولګولو  وزارت د (کارد _ اف) د پروګرام له وړيا مرستې څخه د کابو  ٣٣٦ زرو امريکايي ډالرو په لومړنۍ پانګې او د سيمه ييزو متشبثينو په پانګونې سره جوړ شوي دي.
په دغو فارمونوکي د کرنې او او بولګولو وزارت ونډه په سلوکې شپيته او د متشبثينو ونډه په  سلوکې څلويښت ده.
د يادونې وړ ده چې په تخارولايت کې د غوښينو چرګانو د دولسو نورو فارمونو د جوړولو کار چې هر يويې دوه زره غوښيتو چرګانو د روزنې او ساتنې ظرفيت لري، په سلوکې شپيته پرمخ تللى دى او په ډير لنډ ممکن وخت کې به د چرګانو د غوښې په توليدکې پيل وکړي .
په ټوليزه توګه د دغو دولسو فارمونو لګښت کابو يو ميليون امريکايي ډالره اټکل شوى دى چې دخصوصي برخې په پانګونې او د کرنې او او بولګولو وزارت د کارد_ اف  پروګرام په وړيا مرسته تامينيږي .
د ١٢ نورو فارمونو د جوړولو د کار له بشپيړيدو او ګټې اخيستنې  سره به په کال کې د چرګانو کابو١٢٠٠ متريک ټنه غوښه توليد او د هېواد د شمال ولايتونو ته وړانداې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته