سیاست

خبرتيا

کابل باختر د ليندى  يوولسمه :
دسترې محکمې دبشري منابعو دلوى رياست خبرتيا
  دشعرياتو او حقوقو دپوهنځيو  هغو فارغانو ته چې دفراغت سندونه لري او پخوايې دګومارنې په موخه غوښتن ليکونه ورکړى دى  او په ديتابس  کې شامل دي  خبرورکول کيږي  چې داداري  برخو په ازموينه کې دشموليت دکارتونو ويش  دروان کال دليندى دمياشتې په څوارلسمه نيټه ديکشنبې په ورځ په ستره محکمه کې دمراجعينو دانتظار سالون  له  ٨-١١ غرفو کې پيليږي او دهمدې  مياشتې په اته ويشتمه نيټه پاى ته رسيږي .
  په شرايطو برابر کسان  مکلف دي  دنوم ليکنې لپاره دمراجعې په وخت کې داړتيا وړ سندونه چې په لاندې ډول يې يادونه کيږي  له ځان سره  ولري  له دې پرته   نومونه يې  نه ليکل کيږي .
دفراغت  دسند اصل  اوکاپي ،   دتابعيت  دتذکرې  اصل او کاپي ، درې په څلورو کې  دوه رنګه عکسونه .
دازموينې   نيټه او ځاى دازموينې په کارت کې ليکل کيږي .
  دکوم بيړني حالت درامنځته کيدو اويا جوي حالاتو دنامساعدوالي  په صورت کې  بلې ورځې ته دازموينې دځنډولو په باب  ددغې ادارې له لارې  دازموينې شاملانو ته خبر ورکول کيږي .
ددغې  خبرتيا  په خپريدو او په ازموينه کې  دشموليت دکارت  دويش په پيل کيدو سره استخدامي  عريضې دمنلو وړ نه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته