کابل باختر د سلواغې اوومه
څلور تنه وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان ولايت کې ووژل شول .
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د شبرغان ښار په بالاحصار کلي کې هغه وخت ووژل شول چې په يوې امنيتي پوستې يې بريد وکړ چې د پوليسو له مقاومت سره مخامخ شول.
خبرځاى زياته کړه چې په دې جګړه کې نهه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي او د هغوى يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
ويل کيږي د دغې جګړې په بهير کې يو پوليس برسيرن ټپى شوى دى .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ