نړۍ

پاکستان ته له ماشومانوڅخه دناوړې جنسي استفادې يوې رسوايې ټکان ورکړ

اسلام اباد  – باختر- دزمري شلمه :
په پاکستان کې له ماشومانو  څخه  دپراخې ناوړې  جنسي استفادې له رسوايې وروسته  ، اوس ددغه هيواد دپنجاب ايالت مقاماتو  له څه ناڅه دوه سوه آتيا تنو ماشومانو څخه دناوړې  جنسي استفادې  په اړوند  څيړنې پيل کړي دي .
  دالمان د ډي پي آ  دخبري آژانس دخبر له مخې ،  پوليسو په دې اړوند  اووه تنه نيولي دي .
لطيف احمد سارا  چې  دقربانيانو دکورنيو استازيتوب کوي  څرګنده کړه چې له ٢٠٠٧ ميلادي کال څخه تراوسه پورې  له دغو  ماشومانو څخه  ديو نږدې  پنځه ويشت کسيز بانډ  له خوا  په  سيستماتيک ډول ناوړه  جنسي استفاده شوې ده  او  دجريان په باب  تصوير اخيستل شوى دى .
  دده دمعلوماتو له مخې ،  ددوى  ميندې اوپلرونه وروسته وروسته  د ويډيوګانو دليږلو په واسطه  ګواښل شوي دي  .  ددغه رپوټ له مخې  دغه ماشومان زياتره  د څوارلسو کلونو  په شاوخوا کې  دي .
دوى دپاکستان  دلاهور دګن ميشت ښار په جنوب  حسين خان  واله  کلي کې  ژوند کاوه  .
دسارا دڅرګندونو له مخې ،  له هرو دوو  ماشومانوڅخه  په يوه يې  په دغه کلي کې  ناوړه جنسي تيرى   شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته