اقتصاد

دمالي مديرانو دظرفيت دلوړولو ورکشاپ پاى ته ورسيد

کابل باختر  دليندي شلمه
په بغلان ولايت کې ددولتي ادارو دمالي او تدارکاتو دمديرانو دظرفيت دلوړولو ورکشاپ نن پاى ته ورسيد .
دغه ورکشاپ دماليې وزارت له خوا دمالي ، تهيې او تدارکاتو دمديرانو لپاره په بغلان کې  جوړ شوي و .
دبغلان ولايت مستوفي سيد نصير احمد بصير باختر اژانس ته وويل ددغه ورکشاپ دجوړولو هدف دملکې او نظامي په ګډون دمالي او دتهيې او تدارکاتو دمديرانو دکاري ظرفيت لوړول و . او٢٨تنو مالي مديرانو پکې ګډون کړې وه .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې ورکشاپ کې چې ١٢ ورځې يې دوام درلود دتدارکاتو دقانون دمالونو دبرابرولو او دپلان جوړولو دخدمتونو دمسئلو په اړوند دماليې وزارت له خوا ددوو تنو استول شويو استادانو له خوا داداري اصلاحاتو او دملکې خدمتونو دخپلواک کميسيون په همکاري او دنړيوال بانک په مالي مرسته معلوماتي موضوعګانې وړاندې شوي .
دورکشاپ په فارغانو تصديق ليکونه هم وويشل شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته