امنیت

په هرات کې دملي اردو په عملياتوکې شپږو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د لړم اووه ويشتمه :
دهرات ولايت په شپنډنډ ولسوالۍ کې  دملي اردو له ځواکونوسره په نښته کې شپږو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
دغوکسانو ته چې دترڅارنې لاندې تروريستان و د ظفر قول اردو دلومړى لوا ددويم کندک  له ځواکونو سره په نښته کې مرګ ژوبله واوښته .
دملي اردو مسوولين وايي چې دغه جګړه دشينډنډ  ولسوالۍ دبخت اباد او چارقلعه سړک په تګلوري کې ونښته .
په دې نښته کې داختر محمد اودلاور په نومونو  دوه تنه ياغيان ووژل شول او څلور تنه نور يې سخت ټپيان شول
ويل کيږي  چې په دغو عملياتو کې دملي اردو ځواکونوته دسرزيان  نه دى اوښتى خو دياغيانو يوه  ايکم مخابره هم ترلاسه شوې ده .
دغه راز يوريموت کنترول ماين چې ياغيانو په دولتي ځواکونو او په بيګناه خلکو دبريد په خاطر  دشينډنډ  ولسوالۍ دچار قلعه  په سړک کې ښخ کړي و دلومړى لوا ددويم کندک  دپرسونل له خوا کشف او شنډ کړى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته