امنیت

په هلمند کې دنويو نښتو له امله دشپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

لښکرګاه باختر د سلواغې ٤ نيټه  :
شپږ  تنه  وسله وال طالبان په  هلمند ولايت کې له  پوځيانو سره په  نښته کې       ووژل شول
دغه جګړه تيره شپه  لښکرګاه ښار ته څيرمه  هغه وخت  ونښته چې  يوې ډلې طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريدوکړ.
دهېواد په جنوب کې  د ملي اردو يوه  قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې نښته کې  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه
ښارکې دوسله والو طالبانو دډلې د جنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
دهلمند ولايت يوه امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي  مامورانو نن سهار دلښکرګاه ښار او دسنګين او ګرشک دولسواليو په مربوطاتو کې شپږ ماينونه کشف اوشنډکړل.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته